په بدخشان کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او درې نور ورک دي

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په بدخشان ولایت کې د سېلابونو راوتو له امله یو کس مړ او درې نور ورک دي.
د دغه اژانس په راپور کې راغلي، چې دغو سېلابونو په بدخشان ولایت کې د سر زیان ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې د سېلابونو دغه زیانونه د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې خلکو ته اوښتي دي.
د نوموړي په وینا، دغه سېلابونو دارنګه لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.
د هغه په وینا، د دوی ژغورونکې ډلې د اغېزمنو کسانو سره د مرستې او ورکو شویو کسانو د لټولو په حال کې دي.
د دغه سېلابونو له امله د بدخشان_تخار لویه لاره هم تړل شوې وه.
خو د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس تازه خبر ورکړی، چې دغه لاره وروسته له ۲۰ ساعتونو بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
د نوموړي په وینا، دغه لویه لاره نن سهار ۴ بجې (د وري ۲۱مه) د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

نور خبرونه

رادیو