په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ولایت په قلندر ولسوالۍ کې د شخصي بدۍ له امله یوه لوري د ځڼغوزیو ۴۷ ونې اره کړې دي.
په خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د دې پېښې په تاییدولو سره وايي، چې په دې تړاو یې ۵ کسان نیولي دي.
د خوست ځايي اوسېدونکو نن د وري په دوهمه نېټه افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړ، چې تېره شپه دا ونې پر برقي ماشین او تبرګیو غوڅې شوې دي.
هغه انځورونه چې د سیمې اوسېدونکو رالېږلي دي، د ځڼغوزیو ونې ځینې په منظم ډول د برقي ماشین په واسطه پرې شوې او ځینې بیا په تبرګي وهل شوې دي.
په ورته مهال په خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ بیا دا پېښه تاید کړې او په خبرپاڼه کې یې ویلي چې دې پرې شویو ونو کافي حاصلات ورکول.
د خوست امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې لیکلي:« هغه پنځه کسان نیول شوي، چې یو کس سره یې شخصي تضاد پر اساس د همدې ولسوالۍ په جلا سیمو کې د ځڼغوزیو ونې غوڅې کړې دي.»
طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به له خپلې اړوند دوسیې سره یو ځای عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
درې ورځې وړاندې د غزني دهیک ولسوالۍ ذاکر کلي کې هم نامعلومو کسانو د دوو باغونو په حاصل ولاړې ونې اره کړې، چې په یوه باغ کې ۱۸۰ ونې او بل باغ کې یې ۴۰ ونې وې.
د شخصي بدیو له امله ونې پرې کول او رسېدلي فصل ته اور اچول، وخت ناوخت په مختلفو سیمو کې پېښږي.