په بلخ کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په څلورو ولسوالیو کې یې د کرنیزو حاصلاتو د خوندیتوب په موخه د ملخانو د مخنېوی کمپاین پیل کړی او په لومړۍ څپه کې به زارۍ ولسوالۍ له دغه طبیعي ناورینه وژغورل شي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون ته په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې دغه کمپاین یې د مرستندویه موسسو په همکارۍ پیل کړی، چې ډېر ژر به چمتال، شولګرې او چهارکېنت ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د طالبانو د کرنې وزارت د بېړنیو ناورینونو د پروګرام امر حبیب ګل وایي، دغه کمپاین کې د به د بزګرانو د لا ښه حاصلاتو په موخه هغه ملخان له منځه یوسي چې فصلونو ته زیان اړوي.
په بلخ کې بزګران هم شکایتونه کوي، چې د ملخانو د زیاتوالي له کبله یې کرنیز حاصلاتو له زیان سره مخ کېږی او هغه شان چې په کار ده دوی له خپلو حاصلاتو څخه لازمه ګټه لاسته نه شي راوړلی.
دغو بزګرانو د ملخانو د مخنېوي په برخه کې د کمپاین ستاینه هم کړې ده.
د دغه کمپاین په لړ کې ملخان د ځانګړو ماشینونو او درملو پر مټ له منځه وړل کېږي.
تر دې دمخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (FAO) خبر ورکړی و، چې د افغانستان پر شمالي ولایتونو د مراکشي ملخانو د یرغل لویه څپه ورغلې او د کروند ګرو حاصلات یې له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.
یاد سازمان ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې یې نږدې ۴۰،۸۷۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د مراکشي ملخانو له یرغله پاکه کړې وه، چې دغه هڅې د اقتصادي زیانونو کمولو او د افغانانو د خوړو د امنیت د تضمین لپاره ترسره شوې وې.
مراکشي ملخان د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې افغانستان ته ننوتي چې د هېواد شمالي او لوېدیځ ولایتونه یې ډېر زیانمن کړي دي.
مراکشي ملخان خاورین رنګ لري چې په ډله ییزه توګه مزل کوي. دغه ملخان په غنمو او جوارو سربېره د نورو کرنیزو توکو پانې او واړه بوټی خوري، چې له امله یې په چټکۍ سره شمېر هم زیاتېږي. وچ اقلیم او د بارانونو کموالی د دې ملخانو د خپریدو اصلي لاملونه ګڼل کېږی.