د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کمښت په اړه د سور صلیب راپور رد کړ

AP ۱۴۰۴ وری ۳

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کمښت سره د مخ ۳۳ مېلیونه خلکو په اړه د سور صلیب راپور رد کړ.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د سور صلیب دغه راپور بې بنسټه دی.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې تېره ورځ د اوبو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۳ مېلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې تېرکال یې د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره لویې پروژې پلي کړې دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد د دغې ډلې تر واک لاندې ملي راډیو ته ویلي:« موږ نپوهېږو، چې په کوم بنسټ او څه ډول دوی دغه سروې ترسره کړې ده. د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره موږ ډېرې لویې او مهمې پروژې ترلاس لاندې لرو.»
د هغه په وینا، یوازې د روان کال په لړ کې یې یوازې په اتو لویو بندونو کار کړی دی چې ځیني یې بشپړ شوي او ځیني نور یې د بشپړېدو په درشل کې دي.
نوموړي ادعا کړې، چې د دغه ستونزې د حل لپاره یې دارنګه ۴۰۰ چکډیمونه هم جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې په ښارونو کې د اوبو د کمښت ستونزې حل لپاره جدي پاملرنه شوې ده او کابل ته د پنجشېر سېند د اوبو لېږد چارې به ډېر ژر پیل شي.

خو سره صلیب په خپل راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت لامل د څلورو لسیزو جګړو او د اقلیم بدلون دی.

د سور صلیب نړۍواله کمیټه وايي، په کلیوالي سیمو کې وضیعت نور هم خراب دی؛ ځکه هلته ډېری خلک غیر تصفیه شوې او پر باراني اوبو تکیه کوي.

په افغانستان کې د سور صلیب د نړۍوالې کمیټې د پروګرامونو مشر مارټین ډي بویر وايي:« مېلیونونه افغانان لا له وړاندې له سختو ستونزو سره مخ دي، د څښ‍لو لپاره د اوبو ترلاسه کول او یا د کرنیزو ځمکو خړوبول ورته ناشوني شوي دي. دا حالت د خلکو پر روغتیا، خوراکي خوندیتوب او د هېواد پر اقتصادي پرمختګ سخته اغېزه کوي.»

نوموړی زیاتوي، چې د اوبو رسولو سیسټمونو، بندونو او د اوبه خور شبکو نشتوالي د اوبو د کمښت ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو