د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم په کابل کې د لوړپوړو ودانیو د جوړېدو په زیاتېدو نیوکه کړې او وایي، چې د څو کسانو د ګټې لپاره باید په میلیونونو انسانانو د ژوند ساحه تنګه نه شي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په غیر تجارتي سیمو کې د لوړپوړو ودانیو د جوړېدو کارونه په چټکۍ سره روان دي، چې د دغه لړۍ دوام به تر راتلونکو څو کلونو په کابل کې د اوبو او برېښنا په برخه کې جدي ستونزې جوړې کړي.
د ښاغلي خُرم په خبره: «په کابل کې د لوړپوړو ودانیو د جوړولو کار په شدت روان دی، په غیر تجارتی ساحو کې هم هره ورځ یوه نوې ودانۍ سر راپورته کوي، دا به کابل کې د اوبو او برېښنا لویه ستونزه رامنځته کړي.»
د نوموړي په وینا، د اوبو د جذب ځمکه به ورځ تر بلې کمه شي، په داسې حال کې چې مصرف به یې څو برابره زیاتېږي.
خُرم دغه راز زیاتوي: «د حویلۍ لروونکو کورونو شنه ساحه، پارکونه د اوبو د جذب مهم ځایونه دي چې دا ودانۍ به یې له منځه یوسي.»
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس ادعا کوي، چې د لوړپوړو ودانیو د جوړېدو په برخه کې په تېرو وختونو کې ډېره بې غوري شوې ده.
د هغه په خبره: «دې کار ته تل هغو خلکو زړه ښه کړی چې غواړي کابل کې پیسې وگټي خو مصرف یې په بهر کې وکړي، په دې دلیل چې کورونه او کورنۍ یې هلته دي.»
د نوموړي په وینا، که دا سلسله په همدې سرعت سره روانه وي، نو کابل به څو کاله وروسته د اوسېدو نه وي.
خُرم هیله څرګنده کړې ده، چې د څو تنو د ګټو لپاره باید پر میلیونونو انسانانو د ژوند ساحه تنګه نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل ښار کې سلګونه لوړپوړې ودانۍ د ښاروالۍ له نقشې او له نړۍوالو معیارونو پرته جوړې شوې دي.