طالبان: هڅه کوو چې نړۍوال قانع کړو څو د افغانستان تعلیق شوې پروژې بېرته پیل او پلي کړي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۸

د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص د اکبر موسسې له مسوول نمیک حیدروف سره په لیدنه کې ویلي، دغه ډله هڅه کوي چې نړۍوال قانع کړي، څو د افغانستان تعلیق شوې پروژې بېرته پیل او پلي کړي.

خالص په دې کتنه کې زیاته کړې، که څه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ۹۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت چاپېریالي پروژې ځنډول شوې وې، خو ۶ پروژې له تعلیق څخه بېرته اېستل شوي دي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان د اقلیمي بدلون څخه تر ټولو زیات اغېزمن شوی هېواد دی، چې د دې ادارې، ملي او نړۍوالو موسسو له خوا ګډ کار ته اړتیا لري.
مطیع‌الحق خالص تر دې وړاندې په افغانستان کې د چاپېریالي ستونزو اړوند د نړۍ پر سیاسي چلند نیوکه کړې وه.
هغه ټینګار کړی، د افغانستان اقلیمي بدلون او چاپېریالي مسلې چې باید انساني پاملرنه ورته وشي، سیاسي رنګ ورکړل شوی دی.
طالبانو تل ۴۵ کلنې جګړې او نا امنۍ د اقلیمي بدلونونو لامل بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ځنګلونه، طبیعي یخچالونه، مرغان او وحشي ژوي سخت زیانمن شوي دي او د دې زیانونو بیا رغونه ډېر وخت او کار ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت افغانستان ته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ۱۰ مېلیونه ډالره بودیجه تصویب شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، دغه بودیجه د چاپېریالي اسانتیاوو نړۍوالې ادارې له‌خوا د کم وده هېوادونو صندوق شورا ناسته کې تصویب شوې ده.
له دې سره، د اکبر موسسې رییس بیا چاپېریالي مسایل او اقلیمي بدلون خورا مهم موضوعات بللي او ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې باید زیات کار وشي، ترڅو د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له نړۍوالو مالي سرچینو څخه مرستې راجلب شي.
د ویلو ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د اقلیم بحران د بې ځایه کېدو لامل شوی او د بشري مرستو لپاره اړتیا ډېره شوې ده.
دغه سازمان همداراز ویلي و، چې په تېر یو کال کې نېږدې نهه میلیونه افغانان د اقلمي بدلون له امله زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له ۱۱ مېلیونو څخه ډېر کسان په راتلونکي کې د اقلیم له امله رامنځته شوي ناورینونو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په راپورونو کې زیاته شوې ده، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ نږدې ۳ میلیونه خلک د اقلیم د بدلون د اغېزو له امله بې ځایه شوي او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۹۸۸۰۰۰ کسانو د اقلیم او چاپېریالي پېښو له امله لنډمهاله کډوالي تجربه کړې ده.
غور، خوست او جوزجان ولایتونه د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله ډېر زیان منونکې یاد شوي دي.

نور خبرونه

رادیو