د قزاقستان د اوبي سرچینو او اوبو رسونې وزارت د ارال سمندر او جهیل د ساتنې لپاره له طالبانو سره د همغږۍ او اړیکو پلان اعلان کړی دی.
وزیر نورژان نورژیګیتو د حکومت په خبري مرکز کې د اپریل پر ۱۵مه په یوه خبري کنفرانس کې د وزارت ستراتیژي په ډاګه کړه، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې د سرحدي همکارۍ اړتیا په زیاتیدو ده.
ارال سیند چې یو وخت د نړۍ تر ټولو لوی جهيل ګڼل کېده، په تېرو څو لسیزو کې د اوبو د انحراف له امله کوچنی شوی چې نه یوازې قزاقستان، بلکې نور ګاونډي هیوادونه یې هم اغیزمن کړي دي.
د قوشتېپې کانال قزاقستان ته اندیښنې پیدا کړې، ځکه ددوی په باور، دا به د سیمې محدودې اوبي سرچینې لا نورې کمې کړي.
د قزاقستان د «اولسي» رسنۍ د رپوټ له مخې، قزاقستان چې د اوبو لپاره پر سیردریا سیند تکیه کوي، اوس له یوه حساس حالت سره مخ دی. سیردریا له قرغیزستان نه پیلیږي او د تاجکستان او ازبکستان له لارې قزاقستان ته ځي. د مرکزي اسیا دغو پنځو هیوادونو د سرحدي اوبو د تنظیم یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی چې د دغه سیند اوبه وڅاري.
خو نورژیګیتو ډاډ ورکړی چې دقزاقستان د اوبو اړتیاوې پوره کیږي.
د سمرقند د اوبو په وروستۍ ناسته کې په دې اړه خبرې وشوې، چې د ازبکستان، قزاقستان او نوروهیوادونو متخصصان له افغانستان سره د ارال سیند د ژغورنې نړیوال صندوق له لارې کار وکړي، چې د اوبو اړوند ننګونو باندې همغږي رامنځته کړي.
نورژان نورژیګیتو وویل، « زموږ هدف دا دی چې د ارال سیند د ژغورنې نړیوال صندوق تر چوکاټ لاندې له دغه هېواد (افغانستان) سره اړیکې ټینګې کړو. پرون، د ازبکستان د اړوندو وزارتونو استازو له افغان استازو سره په تاشکند کې لیدنه وکړه او یوه ځانګړې غونډه کې یې ګډون درلود. د د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، اوس به د ازبکستان متخصصان په افغانستان کې د اوبو په روانو چارو کې مشورتي مرسته کوي».
قزاقي شنونکي په دې باور دي، چې د قوشتېپې کانال ښايي د قزاقستان زامبیل ولایت او سویلي سیمې چې له وچکالۍ سره مخ دي، لا اغیزمنې کړي.