

معترضو مېرمنو جرمني ته د افغانانو د لېږد لړۍ د احتمالي درېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې. دغه مېرمنو ویلي، چې د جرمني د نوي حکومت لهخوا د افغانانو د لېږد لړۍ احتمالي درېدل به د دغه هېواد د سیمهییزو کارکوونکو او د بشري حقونو فعالانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
۱۵ کلنه نازمین خان چې په پاکستان کې زېږېدلې؛ افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د تورخم د کډوالو یوه پنډغالي کې تر ګرمې هوا لاندې خېمه کې مېشته ده. هغه وایي، د افغانستان په اړه لږ معلومات لري او دومره پوهېږي، چې په افغانستان کې به یې ازادي محدوده شي.
نیویارک ټایمز د ځینو امریکايي چارواکو له حوالې خبر ورکړی، چې د ټرمپ اداره د یوه اجرایوي فرمان په مسوده کار کوي چې له مخې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې بدلونونه راولي چې ښايي د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې د دفتر لغوه کېدو لامل شي.
ملګرو ملتونو پر خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره یو ځل بیا زدهکړو ته د افغان نجونو پر حق او بشپړ لاسرسي ټینګار کړی او د میلیونونو نجونو له ښوونځیو څخه د محرومیت د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
د بي بي سي انګریزي څانګې تازه په یوه راپور کې ویلي، نږدې درې کاله کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولکي پورته د نجونو پر هر ډول زدهکړو بندیز لګولی، چې له امله یې دا مهال زرګونه نجونې او مېرمنې د غالۍ اوبدلو سخت او کم عایده کار ته اړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر ښځو او د هغوی پر کار کولو د محدودیتونو او سختو تګلارو زیاتېدل به په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالره زیان ورسوي.
ډیپلومات مجلې په خپله یوه خپره کړې مقاله کې د ځینو افغان مېرمنو له قوله ویلي، چې دوی له ملګرو ملتونو غواړي، چې افغان ښځې د خبرو اترو میز ته راولي، ترڅو دوی په خپله د خپلو حقونو دفاع وکړي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، چې د روان کال د اپرېل له پیل راهیسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنېدنې د دویم پړاو پرمهال ۱۷ مېرمنو په صفري نقطو کې په خوندي ډول ماشومان زېږولي دي.
د سان مارینو جمهوریت نن (د وري ۲۱مه) د بشري حقونو په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه دی. یوراسیا راپور ورکړی، چې دغه غونډه به تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لاندې د ښځو پر وضعیت متمرکزه وي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې د مرستو درېدو له امله په افغانستان کې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیان منوونکي دي. دغه پروګرام پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د بودجې د پراخ کمښت له امله تر ۶۵۰ زرو زیاتې مېندې او ماشومان د تغذیې له حیاتي مرستو بې برخې شوي دي.
نږدې څلور کاله کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی؛ چې له امله یې په افغانستان کې د میلیونونو نجونو هیلې مړاوې شوې دي. عرب نیوز په دې اړه له یو شمېر کارپوهانو سره مرکې کړي، چې که دغه حالت همداسې دوام وکړي نو پایلې به یې څه وي.
د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو او سیاسي مشارکت په اړه دغه ځانګړې ناسته د دوشنبې په ورځ په ویانا ښار کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په دفتر کې جوړه شوې وه.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق وايي، چې په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېندواره مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري. یونېسف خبرداری ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې د مرستو کمښت د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې مخنیوي په برخه کې شوی پرمختګ ګواښي.