د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په افغانستان کې د ښځو حقونو د ټینګښت غوښتنه وکړه

۶ ساعتونه مخکې

د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو او سیاسي مشارکت په اړه دغه ځانګړې ناسته د دوشنبې په ورځ په ویانا ښار کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په دفتر کې جوړه شوې وه.

دغه ناسته د افغانستان د دایمي استازولۍ او سفارت په همکارۍ په دغه سازمان کې د مالټا د دایمي استازولۍ په نوښت جوړه شوې وه.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان سرمنشي فریدون سِینِرلی‌اوغلو په دغې ناسته کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د عملي ملاتړ غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار وکړ، چې د دغه سازمان ټول غړي هېوادونه باید په ټولو ټولنیزو برخو کې د افغان ښځو د خوندیتوب، امنیت او بشپړ ګډون د ډاډمنتیا لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د دغه ناستې ویناوالو زده‌کړو او د هېواد سیاسي جوړښت کې د ښځو او نجونو پر لاسرسي ټینګار وکړ. دوی د نجونو زده‌کړې د پیاوړتیا لپاره یوه بنسټیزه وسیله او د تلپاتې سولې لپاره یوه لاره وګڼله.
ویناوالو دارنګه د افغان مېرمنو پر وړاندې د شته خنډونو په تړاو خبرې وکړې او د ښځو د حقونو په برخه کې یې د نړۍوالې ټولنې د جدي ملاتړ غوښتنه وکړه.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان سرمنشي په خپلو خبرو کې د ځانګړو پروژو لپاره د کافي مالي ملاتړ او د هغو ښځو لپاره د ویزو ورکولو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه، چې د دغه سازمان په پروګرامونو کې برخه اخلي او یا اوس‌مهال د دغه سازمان سره تړلو ښوونیزو ادارو کې زده‌کړې کوي.
هغه وویل: «یوازې د دغه ډول ملاتړ سره کولای شو ډاډ ترلاسه کړو، چې افغان مېرمنې زده‌کړو او بدلون راوړونکو سرچینو ته لاسرسی لري.»
په دغه سازمان کې د کاناډا استازې ورونیک پِپِن-هاله ویلي: «افغان مېرمنې د پرېکنده او ګټورو اقداماتو غوښتونکې دي. موږ نه شو کولای د هغوی پر وضعیت چوپه خوله او بې تفاوته پاتې شو. دوی بې سارې زړورتیا ښودلې ده او موږ دنده لرو، چې د دوی تر څنګ ودرېږو.»
هغې په افغانستان کې د خپلې شخصي تجربې له مخې زیاته کړه: «مثبت بدلون اوږدمهاله پلان جوړونې ته اړتیا لري او ځینې وختونه یو نسل وخت نیسي؛ خو سقوط یوازې په څو ورځو کې ممکن دی.»
په ویانا کې د افغانستان سفیرې او استازې منیژې باختري په خپلو خبرو کې ویلي: «له زده‌کړو د افغانستان نجونو محرومول نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده؛ بلکې د سیمه‌ییز ټیکاو لپاره هم جدي ګواښ ګڼل کېږي؛ هغه ګواښ چې د کډوالۍ، افراطیت، سخت دریځۍ او سازمان شویو جرمونو چې له هغې ډلې ترهګري او د نشه‌یي توکو د قاچاق زیاتېدو لامل کېږي- هغه ګواښونه چې نه یوازې افغانستانه پورې محدود پاتې کېږي.»
هغې د نړۍوالې ټولنې له‌خوا د طالبانو د ځواب ورکونې لپاره د یوې هراړخیزې تګلارې غوښتنه وکړه او د نړۍوال جنایت په توګه یې د جنسیتي توپیر پر پېژندنې ټینګار وکړ.
هغې په ​​دې برخه کې د عدالت نړۍوالې محکمې او د جرمونو نړۍوالې محکمې له وروستیو اقداماتو هرکلی وکړ.
د اروپا په امنیت او همکارۍ سازمان کې د مالټا دایمي استازي او د اسیایي شریکانو مشر ناتاشا مِلي داوودي هم ویلي: «نړۍواله ټولنه باید له هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي، چې په سیاسي برخه کې د ښځو ګټور مشارکت دودوي. موږ باید اجازه ورنه کړو، چې افغان مېرمنې په دغه مبارزه کې یوازې پاتې شي.»
هغه زیاته کړه: «موږ د افغان ښځو له مقاومت او انعطاف الهام اخیستی. هغوی ښودلې، چې نه تسلیمېږي. له هغوی څخه ملاتړ یوازې شعار نه؛ بلکې یوه دنده ده، چې موږ یې باید په عمل کې ښکاره کړو.»

نور خبرونه

رادیو