د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي ویلي، تر اوسه یې د خلکو لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه کړې چې په دې لړ کې یې ۲۵زره ښځو ته د میراث حقونه هم ورکړي دي.
د طالبانو د یاد وزرات په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د بهر مېشتو افغانانو له یوې ډلې سره په ناسته کې کړې دي.
حنفي زیاته کړې، چې په ټولنه کې یې د عامه پوهاوي د لوړېدو لپاره هڅې روانې کړې دي او یو شمېر ناوړه دودونه یې هم لمنځه وړي دي.
هغه د کوم هېواد د نوم اخیستلو پرته ویلي، چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د بېلابېلو هېوادونو د فکري او فزیکي جګړو ښکار و.
نوموړی داسې مهال ښځو ته د حقونو د ورکړې په تړاو غږېږي، چې د همدې وزارت محتسبانو په ټول هېواد کې پر ښځو د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.
نوموړي په دغه ناسته کې بیا د نجونو د زدهکړو په اړه څه نه دي ویلي.
د ملا هبت الله له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه د دغه وزارت له لوري په خورا جدي توګه څارل کېږي.
د دغه وزارت محتسبان د خپل سختدریځي مشر د امر له مخې ښځینه پرته له محرمه کورني سفرونو ته نه پرېږدي او ان په ځینو ولایتونو کې ښځینه په ټکسي موټرو کې د سفر پر مهال له پوښتنو ګروېږنو سره مخ کېږي.
همدا راز د طالبانو د امر بالمعروف ډله په نادولتي موسساتو کې د ښځینهوو د کار مخه هم نېسي او نه یې پرېږدي چې دندې وکړي.
ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې د امربالعمروف قانون د افغان ښځو لپاره خورا ظالمانه او له کړاوونو ډک بللی دی.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د افغانستان دننه د ښځو پر روان وضعیت سختې اندېښنې څرګندې کړې دي او طالبان یې په نړۍ کې د ښځو خلاف تر ټولو سختدریځه ډله بللې ده.
همدا راز د طالبانو استخباراتو له لوري یو شمېر ښځې د خپلو حقونو د غوښتنو او د بشري حقونو د ملاتړ له کبله زنداني شوې هم دي.
د دغه ډلې له زندانونو یو شمېر ازادو شویو مېرمنو نیوکې کړې، چې د طالبانو په زندانونو کې له سختو شکنجو سربېره له جنسي تېریو سره هم مخ شوې دي.