د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې د مرستو درېدو له امله په افغانستان کې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیان منوونکي دي.
دغه پروګرام پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د بودجې د پراخ کمښت له امله تر ۶۵۰ زرو زیاتې مېندې او ماشومان د تغذیې له حیاتي مرستو بې برخې شوي دي.
په افغانستان کې د بلقیس په نوم د خوړو نړۍوال پروګرام د تغذیې متخصصه وایي: «ډېری ښځې چې موږ ته راځي له بې وزلۍ سر ټکوي. دوی وایي، چې نارینه یې وزګاره دي او د یو وخت ډوډۍ لري؛ خو د بل وخت لپاره حیرانه وي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام چې پر اېکس پاڼه د هغې ویډیویي پیغام خپور کړی پکې یې ویلي، که خلک د خوړو مرسته ترلاسه کړي؛ نو دا به د دوی د ستونزو او خوارځواکۍ د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي او ماشومان به نور له خوارځواکۍ سره مخ نه شي.
هغې له نړۍوالو غوښتي، چې پر دغه بې وزله خلکو خپلې مرستې ونه دروي.
د خوړو نړۍوال پروګرام څو ورځې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې ۳.۵ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا په دې مانا ده، چې په هرو لسو ثانیو کې به یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته شي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې موټېنټه چېموکا ویلي و: «اوسمهال موږ په افغانستان کې د دغه هېواد په تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو سخت ناورین سره مخ یو.»