یو څېړنیز بنسټ: افغان مېرمنې تر بل هر وخت زیات اوس د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري

۵ ساعتونه مخکې

د «چېنج» په نوم یو څېړنیز مرکز وایي، افغان مېرمنې او نجونې تر بل هر وخت ډېر اوس د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري.

د دغه بنسټ په وینا، افغان مېرمنې زړورې دي، مقاومت کوي او باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي.

د چېنج او ار جي په نامه دغه بنسټ د افغان مېرمنو حقونو لپاره د لاسلیکونو د راټولولو لړۍ په پیلولو سره په نړۍوالې ټولنې، بښنې نړۍوال سازمان او اروپایي ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونو پر وړاندې د طالبانو د روانو سرغړونو پر ضد اقدام وکړي.

دغه بنسټ له یادو سازمانونو غوښتي، چې د هغو افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له دوی سره یو شي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له سختو ظلمونو سره مخ دي.

دغه بنسټ زیاتوي:« موږ پر نړۍوالې ټولنې او سازمانونو غږ کوو، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره بېړنی او کوټلی اقدام وکړي؛ تر څو طالبان د مېرمنو د بنسټیزو ازادیو او بشري حقونو د نړۍوالو معیارونو څخه د سرغړونې له امله حساب ته حاضر شي.

دغه بنسټ له نړۍوالو حکومتونو غوښتنه کړې، چې پر طالبانو دوامداره ډیپلوماټیک او اقتصادي فشارونه تر هغې وضع کړي چې د ښځو او نجونو حقونو ته یې درناوی نه وي کړی.

دغه بنسټ پر خپله وېب‌پاڼه لیکي، چې دا نه یوازې د عدالت غوښتنه ده؛ بلکې د نړۍوال پیوستون غوښتنه هم ده، چې افغان مېرمنې د حقونو په دې مبارزه کې یوازې پاتې نشي.

د دغه بنسټ په خبره، طالبانو د افغان ښځو او نجونو د بنسټيزو حقونو په ګډون د دوی د زده‌کړو، کار کولو او بیان ازادۍ حقونه هم محدود کړي دي.

دغه بنسټ تر دې مهاله په خپله پاڼه د ۸۶۱۹۷ تنو انلاین لاسلیکونه راټول کړي دي.

نور خبرونه

رادیو