افغان فعالان: نړۍواله ټولنه باید د طالبانو تګلارې د جنسیتي توپیر په توګه په رسمیت وپېژني

۲۰ ساعتونه مخکې

په جلاوطنۍ کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان، څېړونکي او د مدني ټولنو استازي وایي، چې طالبانو په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض پر بنسټ رژیم رامنځته کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دغې ډلې تګلارې دې د جنسي توپیر په توګه په رسميت وپېژني.

تېره ورځ شنبه (د غویي په ۶مه نېټه) د «کلبه دوست» بنسټ او د فرانسې هېواد الفوغ ویل ښار ښاروالۍ په همکارۍ جوړه شوې غونډه کې دغو استازو د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د جنسیتي تبعیض بېلګې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې دغه تګلارې له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونه ده.

په دغه ناسته کې د بشري حقونو افغان فعالانو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ناوړه وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي:« د طالبانو تحلیلونو، ساحوي شواهدو او په دې کنفرانس کې د شته فعالانو د تجربو په رڼا کې موږ ټینګار کوو، چې له ۲۰۲۱کال راهیسې د طالبانو تګلارې په سیستماتیک ډول د افغان ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو د پراخې سرغړونې لامل شوې دي.»

په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې، چې نړۍواله ټولنه باید طالبان د بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله د جرمونو نړۍوالې محکمې او نورو بنسټونو ته راجع کړي.

دغو فعالانو همدا راز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له طالبانو سره دې د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کېدو مخه ونیسي؛ تر څو چې د ښځو، مذهبي او قومي لږکیو، د بشري حقونو د مدافعینو او پخوانیو امنیتي ځواکونو له حقونو څخه سرغړونې دوام ولري.

نور خبرونه

رادیو