د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴لمریز کال د کانکور ازموینه به د روان کال (د غبرګولې میاشتې په ۷مه نېټه) پیل شي.

طالبانو په افغانستان کې بیا ځلې واک ته له رسېدو ورسته په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځي دروازې وتړلې او له یوې مودې تېرېدو وروسته یې د خپلو سختو تګلارو له امله د نجونو په لوړو او طبي زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

د طالبانو دغې چارې نه یوازې دا چې د ټولنې د پرمختګ مخه نیولې؛ بلکې له زده‌کړو محرمو نجونو په رواني روغتیا یې هم بده اغېزه کړې ده.

عمر خان د ښایسته بي‌بي پلار د خپلې لور د رواني حالت په اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« ښایستو چې کله له دولسم ټولګي فارغه شوه، هیله یې لرله چې ډاکټره شي؛ خو د طالبانو په راتګ سره د هغې ټولې هیلې مړاوې شوې او اوس یې رواني وضعیت خورا بد دی.»

عمر خان زیاتوي، چې لور یې هر سهار د خپلو کوچنیو ورونو په ليدلو سره چې ښوونځي ته ځي؛ په ژړا پیل کوي.

هغه وایي، چې څو ځلې یې په مدرسه کې شامله کړې؛ خو ښایسته بي‌بي غواړي چې یوه ډاکټره شي او فکر کوي چې مدرسه یې تر ډاکټرۍ نشي رسولی.

د ښایسته بي‌بي او د هغې په څېر د زرګونه نجونو د حضور پرته نن د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموينې ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د سږني کال کانکور ازموينه په پنځو پړاوونو کې تنظيم شوې چې د غبرګولې میاشتې له ۷مې نېټې پیلېږي او د زمري تر لسمې به دوام وکړي.

عبدالباقي حقاني ټینګار کړی، چې د سږني کال ازموینې پوښتنې د طالبانو تر مدیریت لاندې د پوهنې وزارت د شته نصاب پر بنسټ چمتو شوې دي؛ خو په دې ازموینه کې یې د نجونو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

لیلو افغان چې د زده‌کړو فعاله ده افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې د نجونو د زده‌کړو د ارزښت په اړه ویلي:« زده‌کړې یو له مهمو ټولنیزو، اقتصادي او انساني حقونو څخه دي. دا نه یوازې په انفرادي توګه د نجونو د پرمختګ لامل کېږي؛ بلکې د ټولنې په پرمختګ کې هم مهم رول لوبوي.»

لیلو افغان زیاتوي، د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه یوازې د هغوی د انفرادي پرمختګ مخه نیسي؛ بلکې د ټولنې په پرمختګ کې هم جدي خنډ دی.

هغې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې باید د دغې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د افغان نجونو د زده‌کړو حق تضمین کړي.

طالبان په داسې حال کې د کانکور ازموینې لپاره د چمتوالي خبر ورکوي، چې د څلورم پرله پسې کال لپاره په دې ازموینو کې یې د نجونو پر ګډون بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، هغه نجونې چې د طالبانو له دغې کړنلارې سره مخامخ شوې، له زیاتېدونکي ژور خپګان، ځان وژنې، له وخته مخکې مړینې او له وخته مخکې ودونو سره مخامخ شوې دي.

نور خبرونه

رادیو