د طالبانو بندیزونه؛ د نجونو پر زده‌کړو بندیز به د افغانستان د پرمختګ په وړاندې خنډ شي

۴ ورځې مخکې

نږدې څلور کاله کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی؛ چې له امله یې په افغانستان کې د میلیونونو نجونو هیلې مړاوې شوې دي.

عرب نیوز په دې اړه له یو شمېر کارپوهانو سره مرکې کړي، چې که دغه حالت همداسې دوام وکړي نو پایلې به یې څه وي.

عرب نیوز د کارپوهانو له قوله راپور ورکړی، چې که چېرې د طالبانو دغه پالیسي دوام ومومي؛ نو ښایي د ښځو روغتیا او د افغانستان پر پرمختګ جدي اغېزې پرې باسي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» په وینا، دغه بندیز چې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر میاشت کې لګېدلی؛ تر ۲۰۲۵ کاله پورې یې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې کړې او که چېرې دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کاله پورې دوام وکړي؛ نو ښایي دغه شمېره له ۴ میلیونو واوړي.
د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل په یوه بیان کې خبرداری ورکړی، چې دغه بندیز به د نجونو او افغانستان لپاره ویجاړونکې پایلې ولري.
هغې زیاته کړه، چې دغه بندیز په روغتیایي سیسټم، اقتصاد او د هېواد پر راتلونکې منفي اغېزه کوي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې په کې نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.
د افغان ټایمز مشرې سلما نیازۍ عرب نیوز ته وویل، دغه ویجاړونکی بندیز به پر راتلونکو څوو نسلونو اغېزې ولري، چې افغانستان د مغزونو فرار، اقتصادي سقوط او د بې وزلۍ زیاتوالي له ګواښ سره مخ کوي.
نیازۍ وویل، تعلیم یافته مېرمنې د یو ملت د پرمختګ لپاره حیاتي دي، چې د روغتیایي پاملرنې، حکومتولۍ او د ټولنې د انعطاف په برخه کې مرسته کوي.
هغې وویل: «د دوی له زده‌کړو څخه انکار کول جنسیتي نابرابري رامنځته کوي، د کاري ځواک تولید محدودوي، له وخته مخکې ودونو او د مېندو د مړینې لامل کېږي.»
د طالبانو له‌خوا د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د ښځو لپاره پر طبي زده‌کړو بندیز دغه ګواښونه نور هم زیات کړل.
اغلې رسل خبرداری ورکړی، چې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو کموالی به ښځې له جدي پاملرنې بې برخه کړي.
افغانستان لا دمخه د نړۍ په کچه د مېندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري، چې په هرو ۱۰۰ زره زېږونونو کې لږترلږه ۶۰۰ مېرمنې مري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانکې وړاندوینه کړې، چې تر ۲۰۲۶ کاله پورې د زده‌کړو بندیز کولای شي د ماشوم زېږون کچه ۴۵ سلنه او د مېندو د مړینې ګواښ ۵۰ سلنه زیات کړي.

د لندن په سېنټ جورج پوهنتون کې د نړۍوالې روغتیا او بشري علومو استادې ډاکټر عایشه احمد طالبان تورن کړي، چې د ښځو پر طبي زده‌کړو د بندیز سره «تبعیض په نسل وژنې بدلوي.»
یونېسف هم خبرداری ورکوي، چې نږدې ۲۸ سلنه افغان نجونې د ۱۸ کلنۍ څخه مخکې واده شوې دي.
اغلې رسل هم په دې تړاو وویل: «د نجونو پر زده‌کړو بندیز ماشومې نجونې د واده له لوړ ګواښ سره مخ کوي، چې له امله یې د دوی په هوساینې او روغتیا منفي اغېزې لري.»

اغلې احمد وویل، چې دغه بندیز د افغان نجونو او ښځو په منځ کې «نهیلۍ، خپګان او ځان وژنې» ته وده ورکوي.
هغې د طالبانو د هغو پالیسیو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه، چې د ښځو خپلواکي له منځه وړي.
دغه پالیسي د افغانستان نړۍوال دریځ هم ګواښي.
د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې حسینه صافۍ وویل، چې د نجونو د زده‌کړو بندیز به افغانستان او افغان مېرمنې نور هم منزوي کړي.
هغې عرب نیوز ته وویل: «کله چې تاسو یو نارینه ته تعلیم ورکوئ، تاسو یو فرد ته تعلیم ورکوئ؛ کله چې تاسو یوې ښځې ته تعلیم ورکوئ؛ نو تاسو یوه ټوله کورنۍ ته تعلیم ورکوئ. د ماشوم لومړۍ ښوونځی د هغه خپله مور ده.»

هغه وایي: «د قران لومړۍ نازل شوې کلمه 'اقراء' وه، چې معنا یې لوستل دي. کوم چې په اسلام کې هم د زده‌کړو اهمیت په څرګنده توګه منعکس کوي.»

پخوانۍ وزیرې وویل، ځینې نجونې اوس‌مهال نارسمي پټو ښوونځیو ته مخه کوي.
انلاین ښوونیز پروګرامونه بله لاره وړاندې کوي؛ خو په دې برخه کې لوړ بهرني فیسونه او محدود انټرنېټ د دوی د زده کړو پر وړاندې خنډونه دي.
که افغان مېرمنې خپلې زده‌کړې له دغه لارو بشپړې کړي، د طالبانو تر کنټرول لاندې کاري فرصتونه هم د ګوتو په شمېر دي.

صافي یادونه وکړه، که څه هم نړۍوالې ټولنې په وار، وار دغه بندیز ته غبرګون ښودلی؛ خو هیڅ پایله یې نه ده لرلې.

نړۍوالې ټولنې د طالبانو دغه کړنې په کلکه غندلې دي. د یونیسف، یونسکو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په څېر سازمانونو په وار، وار د دغه ډول بندیز د سملاسي لرې کولو غوښتنه کړې.

صافۍ وويل، که څه هم طالبان د بهرني فشار په وړاندې مقاومت کوي؛ خو دوامداره نړۍوالې هڅې لاهم کولای شي د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو لارې چارې برابرې کړي.
د طالبانو دریځ د نړۍوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت پېژندلو له امله نور هم پېچلی شوی.
هیڅ هېواد د ۲۰۲۱ کال راهیسې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
نیازۍ پر طالبانو د دوامداره ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار غوښتنه وکړه.
اغلې احمد یو وار بیا خبرداری ورکړ، چې د نجونو پر زده‌کړو دوامداره بندیز د افغانستان د "ویجاړتیا" معنا لري.

نور خبرونه

رادیو