په بلخ کې د وزلوبې سیالۍ د ۱۵۰ چاپندازانو په ګډون ترسره شوې

پرون

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې ریاست وايي چې د وزلوبې سیالۍ د بلخ په مرکز د مزار شریف په سپورټي میدان کې ترسره شوې، چې ددې ولایت ۱۵۰ چاپندازانو پکې برخه اخیستې وه.

دوی زیاتوي، چې وزلوبو سیالۍ د بلخ سربېره په بامیانو، کندز او سرپل ولایتونو کې هم سیالۍ ترسره شوي دي.

د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ریاست نن شنبه، د لړم ۲۴مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا سیالۍ د وزلوبې فدراسیون د مشر حاجي اسماعیل ملازاده له خوا او د بلخ د بدني روزنې او سپورت ریاست په همکارۍ پیل شوې وې او په ترڅ کې یې د سیالۍ په وروستي پړاو کې ګلبدین پهلوان او احمد مبین سلطاني د سیالیو ګټونکی اعلان شول.

وزلوبه، چې د افغانستان له لرغونو دودیزو لوبو څخه ده، شاوخوا شپږ کاله وړاندې د افغانستان د ملي المپیک کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه رسماُ ثبت شوې چې له دې سره د وزلوبې فدراسیون هم رامنځته شو.

نور خبرونه

رادیو