د افغانستان د مویتای ملي لوبغاړو د ۲۰۲۵کال په نړۍوالو سیالیو کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوې، د پام وړ بریا ترلاسه کړه او ټول ۱۰مډالونه یې هېواد ته وګټل.
د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه سیالیو کې افغان ورزشکارانو ۲ د سرو زرو، ۴ د سپينو زرو او ۴ د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
دغه سيالۍ د ازبکستان په کوربهتوب په پلازمېنه تاشکند ښار کې له شلو ډېرو هېوادونو په ګډون د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۰مه پيل شوې او نن (د نومبر ۱۶مه) پای ته ورسېدې، چې د افغانستان په استازولۍ پکې ۱۳ورزشکارانو او ۴پلاویو ګډون درلود.

