لوبې

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله د هندۍ لوبډلې پر وړاندې توپ وهنه کوي

۱۰ ساعتونه مخکې

نن د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله د هندوستان ۱۹ کلنې بي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. د دغې لوبې پچه د هندوستان ۱۹ کلنې بي لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغان لوبډلې په ترکیب کې د محبوب خان په لوبډلمشرۍ پياوړې لوبډله غوره شوې. د روزونکو په وینا؛ افغان لوبغاړو د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی نیولی او تمه ده چې ښه به وځلېږي.

د دوی په وینا؛ افغان ځوان لوبغاړي به هڅه وکړي، چې د توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخه کې خپله وړتیا وښیي.

نور خبرونه

رادیو