د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالۍ پر بریا پیل کړه او په خپله لومړنۍ لوبه کې یې د سریلانکا الف لوبډلې ته د درېیو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د سریلانکا الف لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره په ۱۹،۵ اورونو کې د سریلانکا له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د درېیو ویکټو په توپیر وګټله.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغانستان الف کرېکټ لوبډله به خپله دویمه لوبه د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.

