د اسلامي هېوادونو ترمنځ د پیوستون سیالیو پر دوام؛ د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلې استازي د سیالۍ په لومړۍ ورځ مډالونو ته تر رسېدو وړاندې له سیالیو بهر شول.
د هېواد د ۶۹ کیلوګرامه وزن په ګټګورۍ کې سید سرور حسیني د مراکش سعید الهادي ته په لومړي پړاو کې د ۵۰-۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړه. حسیني بیا په نیمه پای لوبه کې د قزاقستان د استازي پر وړاندې ماتې وخوړه او د برونزو مډال ګټلو لپاره د متحده عربي اماراتو له استازي سره مخامخ شو، چې ۲-۰ نمرو په توپیر یې ماتې وخوړه.
دارنګه، د افغانستان د ۹۴ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې بیا عبدالباسط رحیمي د اذربایجان فردوسي زمانوف ته په لومړي پړاو کې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته لاړ. رحیمي په دې پړاو کې د قزاقستان له رمضان کوساینوف سره سیالي وکړه او ماتې وخوړه.
له هغې وروسته د افغانستان دغه استازی د برونزو مډال لپاره د خپل الجزایري سیال پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شو؛ خو د ۵-۰ نمرو په توپیر یې ماتې وخوړه. محمد رضا عطايي هم د ۸۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې په نیمه پایلوبه کې ماتې وخوړه او له سیالۍ بهر شو.

