افغان ټکواندو کار محسن رضایي د اسلامي هېوادونو د پیوستون په شپږم پړاو سیالیو کې تر اوسه په پرلهپسې توګه خپل ازبکستاني، عربي او اذربایجاني سیالانو ته ماتې ورکړې او د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی. څو ساعته وروسته به د سپینو زرو مډال پر سر له ایراني سیال سره مخ شي.
د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ اداره وايي، د اسلامي هېوادونو د پيوستون په شپږم پړاو سياليو کې افغان ټکواندو کار محسن رضایي په منفي ۶۰ کيلوګرامه وزن کې په وروستۍ لوبه کې اذربايجاني سيال ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو د سپینو زر مډال په خپل نوم کړ.
د دغې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، محسن رضايي به تر راتلونکو څو ساعتونو د سرو زرو مډال پر سر د خپل ایراني سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سيالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب په پلازمېنه رياض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګډون په ۲۳سپورټی څانګو کې د نومبر پر ۷مه پيل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په ټکواندو برخه کې د افغانستان په استازولۍ پنځه لوبغاړي ګډون لري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د مویټای په برخه کې محمد یوسف جهانګیر له یادو سیالیو د سرو زرو مډال ګټلی دی.

