



د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په یوې تازه اعلامیه کې ویلي، په بادغیس ولایت کې په عامه توګه د یو کس اعدام په ښکاره توګه له بشري حقونو څخه سرغړونه ده. دغه «قصاص» وړمه ورځ طالبانو پلی کړی او پر دغه کس د دوو کسانو د قتل تور و.
د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د بادغیس په یو ورزشي لوبغالي کې د یو کس اعدام کولو ته غبرګون ښودلی او یاده کړنه یې ظالمانه او غیر انساني بللې ده.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بادغیس ولایت کې یې پر یو کس د قتل په تور د عامو خلکو پر وړاندې د “قصاص” حکم عملي کړ.
په لغمان ولایت کې د طالبانو د ابتدايه محکمې د حکم له مخې؛ په دغه ولایت کې یوه ښځه او دوه نارینه «له کوره د تېښتې او غلا» په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.
د طالبانو ستره محکمه وايي، په لغمان ولایت کې یې نن د یکشنبې په ورځ شپږ کسان د «غلا او لواطت» په تور په عام محضر کې ۳۹ـ۳۹ دُري ووهل او له شپږو میاشتو څخه تر دوو کالو تنفیذي بند باندې محکول کړای شول.
د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل کې یې یوه ښځه له کوره د «تېښتې» او ۷ نارینه د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو ستره محکمه وايي، په کاپیسا ولایت کې یې شپږ ښځې او ۷ نارینه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تیښتې» په جرم په عام محضر کې ۳۹ـ۳۹ دُرې وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې د یادو کسانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په میدان وردګ ولایت کې د دې ډلې ابتدایه محکمې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي. طالبانو هر یو ۲۰ - ۲۰ دُرې وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، ۱۷ تنه د نشه يي توکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په تور په دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې ویلي چې د کابل د نشهیي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې لس کسان د نشهیي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور په دُرو وهلي دي. دغې محکمې دوی د ذیکپ او ټابلیټ کا نشهیي ټابلیټونو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په تور مجرم ګڼلي وو.
طالبانو په خوست او فراه ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان د «اخلاقي فساد، لواطت، نامشروع اړیکو او جګړو» په تور په عام محضر کې له شلو تر ۳۹ دُرو وهلي او ځينې یې پر ۵ کاله بند هم محکوم کړي دي.
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د تخار په ینګي کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې یې د څلور ښځو په ګډون ۱۱ کسان د «نامشروع اړیکو» او غلا په جرم په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې تېره ورځ یې په کابل، لغمان او بلخ لایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۸ کسان د نشه يي توکو د پېر، پلور او قاچاق، له کوره د تېښتې او «اخلاقي فساد» په جرمونو په عام محضر کې په دُرو وهلي او زنداني کړي دي.