د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د بادغیس په یو ورزشي لوبغالي کې د یو کس اعدام کولو ته غبرګون ښودلی او یاده کړنه یې ظالمانه او غیر انساني بللې ده.
نوموړي ویلي، چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د مرګ سزا له بشري حقونو جدي سرغړونه، ظالمانه، غیر انساني او توهینوونکې کړنه ده.
بېنېټ ویلي، دا ډول سزاګانې د جرمونو په مخنیوي کې بې اغیزې دي.
نوموړي یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې په عام محضر کې له مرګ او بدني سزاګانو څخه لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن د پنجشنبې په ورځ د اسماعیل په نوم د بادغیس د جوند ولسوالۍ اوسیدونکی د دوو نورو کسانو د وژلو په جرم په عام محضر کې اعدام کړ.