د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل کې یې یوه ښځه له کوره د «تېښتې» او ۷ نارینه د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
یادې محکمې نن د یکشنې په ورځ، د تلې ۱۳مه، ویلي، چې له کوره د تېښتې په جرم یې یوه ښځه او دغه راز یو نارینه ۳۵ـ۳۵ دُرې وهلي او په دوه ـ دوه کاله تنفیذي بند یې محکوم کړي.
همدارنګه یادې محکمې شپږ کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په جرم له ۱۰ تر ۳۹ دُرو وهلي او له اوو میاشتو تر دوو کالو او شپږ میاشتو یې په تنفیذي بند محکوم کړي دي.