د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، ۱۷ تنه د نشه يي توکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په تور په دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان یې له اوو میاشتو څخه تر درې کالو او شپږو میاشتوپورې په تنفیذي بند او له ۱۵ څخه ۳۵ دُرې تعزیري سزا محکوم کړي دي.