طالبانو د نشه‌یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور لس کسان په دُرو وهلي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې ویلي چې د کابل د نشه‌یي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې لس کسان د نشه‌یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور په دُرو وهلي دي. دغې محکمې دوی د ذیکپ او ټابلیټ کا نشه‌یي ټابلیټونو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په تور مجرم ګڼلي وو.

یاد کسان له لسو مياشتو څخه تر دوو کالو او شپږو مياشتو تنفيذي بند باندې محکوم شوي او له ۱۰څخه تر ۳۹دُرې وهل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو