طالبانو په لغمان کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په درو وهلي دي

۲ ساعتونه مخکې

په لغمان ولایت کې د طالبانو د ابتدايه محکمې د حکم له مخې؛ په دغه ولایت کې یوه ښځه او دوه نارینه «له کوره د تېښتې او غلا» په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو ته د ۳۹ درو سربېره له شپږو میاشتو نیولې تر یوه کاله د بند سزا هم ورکړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لغمان ولایت کې د طالبانو د ابتدایه محکمې ریيس د دغه سزا د عملي کولو پر مهال د «قصاص، حدودو او تعزیراتو» پر فلسفې او د شريعت د پلي کولو پر ارزښت خبرې وکړې.

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو په عام محضر کې سلګونه کسان په درو وهلو او نورو بدني سزاوو محکوم کړي دي. درې ورځې وړاندې هم په یاد ولايت کې شپږ نور کسان د ورته تورونو له امله په درو وهل شوي وو.

که څه هم طالبان دغه کړنې د «اسلامي شريعت» د پلي کولو مهمه برخه بولي؛ خو نړۍوالې بشري ادارې يې د بشري حقونو او عادلانه محاکمو له اصولو سره په ټکر کې ګڼي او په وار، وار یې له طالبانو غوښتي، چې د ورته سزاوو له ورکولو ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو