طالبانو په خوست او فراه ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان د «اخلاقي فساد، لواطت، نامشروع اړیکو او جګړو» په تور په عام محضر کې له شلو تر ۳۹ دُرو وهلي او ځينې یې پر ۵ کاله بند هم محکوم کړي دي.
د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) وویل، چې د خوست ولايت په سپیرې ولسوالۍ ۶ کسان د «اخلاقي فساد او لواطت» په تور په عام محضر کې په ۳۹ – ۳۹ دُرو وهل شوي او هر یو یې پر ۵ – ۵ کاله تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.
له دې سره سم، د طالبانو له لوري د فراه ولايت په بالابلوک او شېبکوه ولسواليو کې د يوې ښځې په ګډون ۵ کسان د «نامشروع اړيکو او جګړې» په تور له شلو تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.