د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په میدان وردګ ولایت کې د دې ډلې ابتدایه محکمې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي.
طالبانو هر یو ۲۰ - ۲۰ دُرې وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبه په ورځ د (د تلې ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو کسانو د سزا پریکړه د سیمه ییزو چارواکو، دولتي ادارو کارکوونکو، خلکو او د ابتداییه محکمې مسولینو په حضور کې تطبیق شوې ده.
په میدان وردګو کې د طالبانو د محکمې مشر صبغت الله راشد د همدې کسانو د وهلو پر مهال ویلي: « دا ډول سزاګانې د اسلامي نظام لپاره ډېر اهمیت لري.»
طالبان هره ورځ په ټول هېواد کې هغه کسان چې د دوی محکمه یې مجرم وګڼي، په دُرو وهي.
طالبانو یوازې په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه ۵۵ کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې وهلي دي.
نړیوالو سازمانونو څو ځله له طالبانو څخه غوښتي، چې د بدني سزاګانو او شکنجو لړۍ پای ته ورسوي.
د طالبانو ستره محکمه په خپلو خبرپاڼو کې دا نه ښيي چې دا کسان څنګه محاکمه شوي او وکیل ته یې لاسرسی درلود که نه.
دا ډله په عام محضر کې په دُرو وهل د «اسلامي شریعت» حکم بولي.