د کرېکټ له ډګره؛‌ ننګرهار کې د چټک توپ ‌اچوونکو د مهارت لوړونې ځانګړی کمپ جوړ شوی

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان کرېکټ بورډ په ننګرهار کې د ۱۸ تکړه چټک توپ‌ اچوونکو د مهارتونو، فزیکي چمتووالي او ډګر ساتنې د لوړولو لپاره ځانګړی د نوامبر په ۲۵مې تمریناتي کمپ پیل کړی چې د ډسمبر تر ۲۰مې به دوام ولري.

د کرېکټ بورډ په وینا، دغه تمریناتي کمپ د ننګرهار په نجیب‌الله تره‌کي لوبغالي کې روان دی او موخه یې د هېواد د ملي او الف لوبډلو لپاره د نویو بااستعداده چټک توپ‌اچوونکو روزنه ده.

کمپ د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ‌اچونې روزونکي حمید حسن تر مشرۍ لاندې پرمخ ځي چې ورسره یو شمېر نور کورني او بهرني روزونکي هم د لوبغاړو په تخنیکي او فزیکي برخو کار کوي.

حمید حسن د کمپ د هدفونو په اړه ویلي: «موخه مو دا ده چې د ملي او الف لوبډلو لپاره با استعداده تیز توپ‌اچوونکي وروزو، خپلې تجربې ورسره شریکې کړو او داسې روزل شوې څېرې چمتو کړو چې راتلونکي کې د ملي لوبډلو برخه شي».

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له دې کمپ سره هم‌مهاله د ظرفیت لوړونې څانګه په همدې لوبغالي کې د ملي او الف لوبډلو او د کورني ېکرکټ د ۳۰ مخکښو لوبغاړو لپاره هم یو بل تمریناتي پروګرام پر مخ وړي.

نور خبرونه

رادیو