لوبې

د کابل بډمېنټون سیالۍ: اسماعیل جاهد په لومړۍ لوبه کې خپل ازبک سیال ته ماتې ورکړه

۳ ورځې مخکې

د ۲۰۲۵کال د کابل بډمېنټون ازاده سیالۍ په انفرادي او دوه کسیزو برخو کې پیل شوې. په لومړۍ انفرادي لوبه کې له افغانستان نه اسماعیل جاهد وکولای شوای، چې له ازبکستان نه حسن الدین ته د ۲-۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړي او بل پړاو ته ولاړ شي.

په دغه سیالیو کې شپږو بهرنيو او لسو کورنيو لوبغاړو ګډون کړی. دغه سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز تالار کې ترسره شي او لوبې به د روانې لېندۍ میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې دوام وکړي.

په ټولیزه توګه له افغانستان نه به لس لوبغاړي، له ازبکستان نه څلور، له ایران او سوریې نه یو، یو لوبغاړی د اتلولۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

له بل پلوه د بډمېنټون افغان ښځینه لوبغاړو بیا نیوکه کړې، چې د ښځو له ګډون پرته د دغه ډول سیالیو ترسره کول د ورزشي ارزښتونو او د بډمېنټون نړۍوال فدراسیون د معیارونو خلاف دي.

سرچینو دا هم ویلي، هغه لوبغاړی چې له ایران نه یې په سیالۍ کې برخه اخیستې وه؛ د دغه فدراسیون له‌خوا نه‌دی منل شوی او ویل کېږي، چې نوموړی یو سیمه‌ییز لوبغاړی دی.

نور خبرونه

رادیو