د ۲۰۲۶ د فوټبال د نړۍوال جام د پچې اچونې مراسم د امریکا د واشنګټن ښار د کينډي په هنري مرکز کې ترسره شول او ټاکل شویو لوبډلو په ۱۲ ګروپونو کې خپل سیالان وپېژندل. تر اوسه ۴۲ لوبډلو په نړۍوال جام کې ګډون ساتلی او شپږ نورې لوبډلې به له غوراوي سیالیو وروسته اعلان شي.
د سیالیو ګروپونه
لومړۍ ګروپ: مکسیکو، سویلي افریقا، سویلي کوریا او د اروپا د پلېاف ګټونکی
دویم ګروپ: کاناډا، د اروپا د پلېاف ګټونکی، قطر او سویس
درېیم ګروپ: برازیل، مراکش، هایټي او سکاټلند
څلورم ګروپ: امریکا، پاراګوا، اسټرالیا او د اروپا د پلېاف ګټونکی
پنځم ګروپ: جرمني، کوراشوا، عاج ساحل او ایکواډور
شپږم ګروپ: هالنډ، جاپان، د اروپا د پلېاف ګټونکی او ټونس
اووم ګروپ: بلجیم، مصر، ایران او نیوزیلنډ
اتم ګروپ: هسپانیا، کیپوېرډ، سعودي عربستان او یوروګوا
نهم ګروپ: فرانسه، سینیګال، د بین القارهیي پلېاف ګټونکی او ناروې
لسم ګروپ: ارجنتاین، الجزایر، اتریش او اردن
یوولسم ګروپ: پرتګال، د بینالقاره یي پلېاف ګټونکی، ازبکستان او کولمبیا
دولسم ګروپ: انګلستان، کرواتیا، ګانا او پاناما
د ۲۰۲۶ د فوټبال نړۍوال جام د لومړي ځل لپاره د ۴۸ لوبډلو په ګډون د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره کېږي. دا سیالۍ د فوټبال د تاریخ تر ټولو ستر نړۍوال جام بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د راروان کال په جون میاشت کې پيلېږي او لومړۍ سیالۍ به یې هم د مکسیکو په نړۍوال لوبغالي کې ترسره شي.

