د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې ګډون کوي

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا د زون په والیبال سیالیو کې ګډون وکړي. په دې سیالیو کې د افغانستان، قرغزستان، مالدیف، ترکمنستان او بنګله‌دېش لوبډلې ګډون لري. مالدیف د دې سیالیو کوربتوب کوي.

د افغانستان د لوبډلې ترکیب د اسلامي هېوادونو د یووالي په لوبو کې د ګډون په پرتله لږ بدل شوی دی.

زینب نېکزاد چې په فرانسه کې ژوند کوي، یو ځل بیا د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ ته شامله شوې او ټاکل شوې چې رقیه محمدي د نرګس موسوي پر ځای د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه واخلي.

د ایران له مشهد څخه دوه نورې لوبغاړې هم د افغان ښځینه والیبال ملي لوبډلې سره یوځای شوې دي.

د مرکزي اسیا د زون د والیبال سیالۍ به د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د مالدیف په پلازمېنه ماله ښار کې پیل او د مرغومې میاشتې په ۴مه به پای ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو