سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته به اجازه ورکړل شي څو امریکا ته په ننوتلو سره د نړۍوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي؛ خو د سفر د بندیزونو له امله یې ویلي، چې ایراني مینهوال به د ننوتلو اجازه ونه لري.
د سپینې ماڼۍ د نړۍوال جام د کاري ځواک مشر اندریو جولیاني خبریالانو ته وویل: «ولسمشر په خپل اجراییوي فرمان کې ایران د یو داسې هېواد په توګه شامل کړی، چې لوبډله به یې دلته د سیالیو لپاره له بندیزونو معاف وي.»
جولیاني د سیالیو په ځای کې د کډوالۍ ادارې د عملیاتو د ترسره کېدو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ولسمشر د امریکايي وګړو د امنیت د زیاتوالي لپاره هېڅ انتخاب نه ردوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربتوب تر سره کېږي.

