لوبې

په کندوز کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

۴ ورځې مخکې

د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ په کندوز کې د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري ترسره شوې.

په دغه سیالیو کې نور محمد پهلوان د جایزې ګټونکی شو. د وزلوبې سیالۍ تر ډېره په بلخ، بامیان، کندوز او سرپل ولایتونو کې ترسره کېږي. وزلوبه، چې د افغانستان له لرغونو دودیزو لوبو څخه ده؛ شاوخوا شپږ کاله وړاندې د افغانستان د ملي المپیک کمېټې له‌خوا د یوې ملي لوبې په توګه رسماُ ثبت شوې، چې له دې سره د وزلوبې فدراسیون هم رامنځته شو.

نور خبرونه

رادیو