د «اېماېماې» د رزمي هنرونو افغان لوبغاړی فرامرز محمد به تر درې کلنې دمې وروسته سبا په انګلستان کې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبغاړی به د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کیج واریرز سازمان په ۱۹۹مه سیالۍ کې د سکاټلنډ له رایان کمپل سره مخ شي.
دغه لوبه به سبا د انګلستان په نیوکاسل ښار کې ترسره شي. د اېماېماې ۳۱کلن افغان لوبغاړي فرامرز محمد په خپلو شپږو مسلکي سیالیو کې څلور ګټلې او دوه یې بایللې دي.
له بلې خوا، د هغه مخالف د سکاټلنډ ۲۸کلن رایان کمپل په خپلو څلورو مسلکي سیالیو کې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

