جاپان ویلي چې د چین جنګي الوتکو په دوه «خطرناکو» پېښو کې د اوکیناوا جزایرو ته نږدې خپل رادار د جاپاني پوځ پر الوتکو ور برابر کړی، خو بیجینګ دغه تورونه رد کړي دي. د جاپان لومړۍ وزیر سانایه تاکایچي ویلي: «راد برابرول یو یو خطرناک عمل دی چې د الوتنو خوندي تګ راتګ یې اغېزمن کړی».
هغې زیاته کړه چې جاپان د شنبې ورځې د «خواشینوونکې» پېښې په تړاو یې چین سره خپل رسمي اعتراض شریک کړی دی. د جاپان د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي په ټوکیو کې له خپل اسټرالیایي سیال ریچارد مارلس سره لیدنه کې ویلي چې جاپان به د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د چین کړنو ته «قاطع او ارامه» توګه ځواب ووايي.
خو د چین د سمندري ځواکونو ویاند وانګ شویهمِنګ ویلي چې جاپاني الوتکو څو ځله د چین له سمندري ځواکونو سره چې د الوتکو وړونکې بېړۍ پر بنسټ د الوتنې تمرینونه یې کول او مخکې یې اعلان هم شوی و، نږدې شوي او مزاحمت یې کړی دی.
جاپان ویلي چې د چین J-15 جنګي الوتکې چې په دواړو پېښو کې ښکیلې وې، د لیاؤنینګ په نوم د چین له الوتکو وړونکې بېړۍ څخه الوتلې وې. دغه بېړۍ د درېو توغندیو ویشتونکو بېړیو سره یو ځای د اوکیناوا له جنوبه په سمندري تمرین بوخته وه. جاپان ویلي چې د چین د الوتکو د دغو عملیاتو په ځواب کې یې خپلې F-15 جنګي الوتکې هم الوتلې دي.
په ۲۰۱۳ کال کې جاپان تور لګولی و چې یوې چينایي بېړۍ د چین په ختیځ سمندر کې خپل رادار د جاپانۍ جنګي بېړۍ پر لور ور برابر کړی و. درې کاله وروسته بیجینګ ادعا وکړه چې جاپاني الوتکو خپل رادار د چین پر جنګي الوتکو ور برابر کړی دی.
سږکال د جون په میاشت کې هم جاپان ادعا کړې وه چې د چین جنګي الوتکو د اوکیناوا ترڅنګ د دوی د ګزمې له یوې الوتکې څنګ ته په خطرناک ډول تېر شوي دي.

