د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خُرم د امریکا د ۲۰۲۵ امنیتي تګلارې تازه خپرې شوې نسخې ته په اشارې ویلي چې په دې سند کې د افغانستان د نوم نهاخیستو باوجود د واشنګټن له سټراټیژیک لومړیتوبونو نه دی وتلی.
نوموړی باور لري چې امریکا په سیمه کې د چین د مهار لپاره لا هم پر افغانستان حساب کوي.
عبدالکریم خُرم په یوه تازه اېکس پوسټ کې ویلي چې د امریکا د ۲۰۲۵ د ملي امنیت تګلاره د ځینو شنونکو له ادعاوو سره په تضاد کې د انزوا پالنې نښه نه ده، بلکې «د نړۍوال تسلط د دوام سند» دی.
نوموړي لیکلي: «هو، د امریکا نوې ستراتیژي په یوه ډول د مونرو د دکترین یادونه کوي… خو دا سند په عین وخت کې د امریکا د نړۍ له ختیځه تر لویدیځه او له شماله تر جنوبه د واک او برلاسۍ د ساتلو خبره هم کوي، نو ځکه پکې د انزوا غوښتنې خبره نه مطرح کېږي».
خُرم ویلي چې دا سند د هماغې ډلې لهخوا لیکل شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د امریکا امنیتي او دفاعي تګلاره چمتو کړې وه.
د هغه په وینا، په دغه تګلاره کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې څخه د «لویو قدرتونو سیالۍ» ته بدلون راوستل شوی وو، او اوس دغه سیالي له پوځي ډګر څخه اقتصاد او ټکنالوژۍ ته رسېدلې ده.
خُرم تاکید کړی چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۵ دواړو تګلارو کې چین د امریکا «اصلي سیال» بلل شوی او د همدې لپاره د چین بحري بڼه، له تایوانه تر جاپانه او له کوریا تر فلیپینه، د واشنګټن په مطلقو لومړیتوبونو کې ځای لري.
عبدالکریم خُرم وايي چې امریکا هڅه کوي چین له بدیلو لارو او سرچینو څخه د لاسرسي په مخنیوي کې محاصره کړي، او په همدې ځای کې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا اهمیت را برسېږي.
نوموړی زیاتوي چې د سیمې وضعیت، له افغانستانه نیولې تر بلوچستان او پښتونخوا پورې، د همدې ستراتیژیکې محاصرې برخه ده.
نوموړي همدا راز څرګند کړي چې که د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) بشپړ فعال شي، چین ته ستر جیوپولیټیک امتیاز ورکوي؛ خو د پاکستان اوسنی مسیر په پایله کې د واشنګټن په ګټه تمامېږي، «که څه هم د اسلاماباد انګېزه هره څه وي».
خرم ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د امریکا لپاره مهم دی، خو «نه د خپل ځان لپاره، بلکې د نورو د مهار لپاره»؛ هغه څه چې د ده په باور د تاریخي «لوبې» له وخته تر نن ورځې روانه ده.
نوموړی زیاته کړې چې د امریکا په نوې امنیتي تګلاره کې د نادرو عناصرو ارزښت ډېر لوړ یاد شوی، خو د افغانستان له سرچینو سره سره، دا مهال د هېواد جغرافیایي اهمیت د معدني ارزښت پر ځای د واشنګټن په پام کې لومړی دی.
هغه په پای کې اشاره کړې چې امریکا ښايي بېرته په بګرام کې د حضور علاقمنده شي، «خو نه د پراخو پوځي ځواکونو ځای پر ځای کولو شکل کې نه».

