طالبانو په کابل کې ۱۲۰۰ بې اسناده موټرې نیولي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ټرافیکو سره په ګډو عملیاتو کې یې له پلازمېنې څخه ۱۲۰۰ بې اسناده او یوکیلي وسایط نیولي او د پولیسو ښارګوټي ته یې لېږدولي دي. دې وزارت ویلي چې ددې کار موخه یې دا ده،‌ څو د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی وشي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی کابل ټرافیکو ریاست سره په همکارۍ یې په تېرو ورځو کې پراخ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې ۱۲۰۰ عرادې بې اسناده او یو کیلي نقلیه وسایط درول شوي دي.

وزارت وايي چې دغه عملیات د کابل په دروازو او بېلابېلو سیمو کې د تلاشۍ د څوکیو له جوړولو سره هم‌مهاله ترسره شوي او امنیتي ځواکونه یې د ټرافیک پولیسو په همغږۍ پر مخ وړي. د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد وسایط د هڅو په دوام د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د بې اسناده موټرو د تګ او راتګ مخنیوی د ښار د امنیت، ټرافیکي نظم او د جرمونو د کمولو لپاره مهم بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو