د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د مالیزیا په سفر وتلی

۱ ساعت مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار مالیزیا ته روان شوی.

ظاهرا ددغه سفر موخه درملنه ښودل کیږي.

د روان کال د تلې پر ۲۰ داسې رپوټونه خپاره شول، چې طالبانو مالیزیا ته د حکمتیار د سفر مخه نیولې ده.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار هغه وویل، چې طالبان حکمتیار ته له خپلو ګوندي کسانو او نورو ولسي خلکو سره د لیدنو، فعالیتونو او ان د درملنې لپاره د بهرني سفر مخه نیسي.

هغه ته نږدې کسانو هغه وخت ویلي و، د ګلبدین حکمتیار او د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم تر منځ زړه اشنايي ده او څو میاشتې مخکې د هغه د ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او په وینا یې طالبانو له ګلبدین حکمتیار سره د لیدنې اجازه نه‌ورکوله، خو «د ممانعت بدو پايلو ته په پام سره اجازې ته اړ شول.»

طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په کابل کې د ګلبدین حکمتیار هستوګنځای چې د تېر جمهوري نظام له‌خوا ورکړل شوی و، بېرته واخیست او د حکمتیار اړوند ټلویزیون یې هم بند کړ.

نور خبرونه

رادیو