ملګري ملتونه وایي، په غزني کې د روږدو ښځو د درملنې مرکز یې د سلګونو کورنیو ژوند ښه کړی

۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد ادارې (UNODC) ویلي په غزني کې یې د د ښځینه‌وو د درملنې ۲۰ بستریز مرکز کې سلګونه ښځې او ماشومان د نشه‌یي توکو د کارونې له ستونزې ژغورل شوي. وایي، دې اقدام یې د زیان‌منو ښځو ژوند کې مهم بدلون راوستی.

ددغه ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې مرکز د پرانیستې پر مټ د ښځو او ماشومانو لپاره د نشه‌یي توکو د درملنې یوه اغیزمنه لاره برابره شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، دغه مرکز د خاصو مالي مرستو له لارې د افغانستان ځانګړې باور صندوق (STFA) په ملاتړ چارې مخته وړي.

د دې مرکز د یوې برخې په توګه، د غزني یوې مېرمنې، امینه کیسه هم وړاندې شوې چې د نشه‌یي توکو له اعتیاد څخه یې د رغیدو سفر پیل کړی. هغې د درملنې پر مهال ویلي: «هره ورځ چې په مرکز کې تیره شوه، نوې هیله مې پیدا شوه. ورو ورو مې په دې باور راغی چې بیا کولی شم روغ او عادي ژوند ولرم».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونوچارواکي وايي: «د امینې کیسه یوازې یوه نمونه ده، زموږ هدف دا دی چې د سلګونو زیان‌منو ښځو ژوند کې عملي بدلون راولو او هغوی د روغتیا، ځان باور او اقتصادي استقلال په لور ورسوو».

په خبرپاڼه کې راغلي، مرکز د ۲۰ بسترو وړتیا لري او د ښځو تر څنګ ماشومان هم پکې شامل دي.

د دې پروګرام له لارې د کورنیو ملاتړ شوی چې د اعتیاد له منفي اغیزو څخه خوندي پاتې شي او د بیا رغونې پروسه په خوندي چاپیریال کې بشپړه کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، امینه اوس د شخصي کورونو او هوټلونو په صفایۍ کې کار کوي او د سلګونو نورو ښځو لپاره د درملنې یو مثال ګرځیدلې ده.

امنې ویلي: «زه ریښتیا خوشحاله یم چې روغتیا مې بیرته ترلاسه کړه او کولی شم خپل ژوند په مسولیت سره پرمخ یوسم. زه دعا کوم چې هر څوک چې د دې خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته کړې، بریالي شي.»

نور خبرونه

رادیو