د بشري حقونو رسنۍ: ایران په تېرو دوو ورځو کې کابو ۲۴ کسان اعدام کړي دي

۱ ساعت مخکې

د بشري حقونو رسنیو راپور ورکړی، چې په ایران کې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۴ بندیان اعدام شوي دي. دغه شمېرې ښيي، چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې په ورځني ډول لږ تر لږه ۱۲ کسان او په هرو دوو ساعتونو کې یو تن اعدام شوی دی.

که څه هم په دغو اعدامونو کې ډېری وخت افغانان هم شامل وي، خو اوس د بشر حقونو رسنیو د اعدام شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
یاد شمېر کسان د شنبې او یکشنبې په ورځو د ایران په اراک، الیګودرز، بندرعباس، بروجرد، ساوه، سمنان، سنندج، قُم، قزوین، کرج، کرمانشاه، خرم‌اباد، دزفول، رشت، ګرګان، همدان او نیشابور ښارونو په بندخونو کې اعدام شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان د لیندۍ په ۱۳مه راپور ورکړ، چې د روان کال په نومبر میاشت کې لږ تر لږه ۱۵۲ کسان اعدام شوي، چې په‌کې پنځه ښځې، څلور افغانان او یو عراقي شامل و.
په دې راپور کې راغلي و، چې د روان میلادي کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴۲۶ کسان اعدام شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۰سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه سازمان په ایران کې د اعدامونو په تړاو د نړۍوالې ټولنې د جدي پاملرنې پر اړتیا ټینګار کړی او د ایران او نړۍ له فرهنګي، سیاسي او مدني شخصیتونو څخه یې غوښتنه کړې، چې د پراخو اعدامونو پر وړاندې غبرګون وښيي.

نور خبرونه

رادیو