واینټ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي چې په غزه، لبنان او سوریه کې په تدریجي ډول له جګړې ډیپلوماسۍ ته مخه کړي. د اسراییل پوځ هم نتنیاهو ته ویلي، چې له ایران او سیمې سره د خپلو موخو له ترلاسه کولو وروسته ډیپلوماسي ته لومړیتوب ورکړي.
دغې رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) لیکلي، چې اسراییل داسې پړاو ته داخل شوی چې لوړپوړو چارواکو یې «د جګړې لېوه او مېږه» بللی؛ یعنې داسې پړاو چې پکې موقتي اوربند او د ډیپلوماسۍ فشارونه یو ځای روان دي.
په داسې حال کې چې ټرمپ د ډیپلوماسۍ او د باور جوړولو پر ارزښت ټینګار کوي، نتنیاهو لا هم د «بشپړې بریا» پر دریځ ولاړ دی او د حماس او حزبالله له منځه وړلو غوښتنه کوي. د واینټ په وینا، د نتنیاهو نږدې کړۍ ډېره محدوده ده او همدا محدودوالی د کابینې او د امنیتي بنسټونو ستراتیژیک لید کمزوری کوي. دغه حالت ټرمپ ته لا ډېره موقع ورکوي څو د اسراییل په سیاسي لوري کې د اغېز هڅه وکړي.
دغه رسنۍ زیاتوي، چې که څه هم پوځي عملیات ښایي دوام وکړي، خو «د ثقل مرکز» اوس د ډیپلوماسۍ لور ته روان دی هغه ځای چې د راتلونکو امنیتي، سیاسي او سیمهییزو ترتیباتو بنسټونو په اړه پکې بحث او خبرې اترې کېږي.
په وروستیو ورځو کې د سیمهییزو شخړو د راتلونکي په اړه اټکلونه زیات شوي، په ځانګړي ډول د غزې د سولې احتمالي تړون، د حزبالله د غېر وسلهواله کېدو موضوع او د سوریې او اسراییل د اړیکو راتلونکی بحث.
ورته مهال، د ایران د اټومي پروګرام ناڅرګند راتلونکی د سیمې د وضعیت په پېچلتیا او د اسراییل د احتمالي غبرګون په اړه په شکونو او اندېښنو کې زیاتوالی راوستی دی.

