جی شنکر : د هند ډېری ستونزې د پاکستان له پوځ څخه سرچینه اخلي

۱۵ ساعتونه مخکې

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر وايي، ډېری هغه ستونزې چې هند ورسره مخ وي او همداراز د نوي ډیلي او اسلام‌اباد تر منځ د ښکېلتیا ریښه له پاکستاني پوځ څخه سرچینه اخلي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د پاکستاني پوځ په تړاو د جی شنکر څرګندونې پاروونکې او بې‌بنسټه بللې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون (شنبه د لیندۍ ۱۵مه) په یوې غونډه کې د پاکستان پوځ او د مشر په اړه یې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د دغه هېواد پوځ تل په یوه ډول نه یوه ډول سره واکمني کوي او په وینا یې کله د پردې تر شا او کله هم د صحنې په مخکې هر څه کوي.

جی شنکر همداراز په ډاګه کړه: «هغه ډېری ستونزې هم د پاکستاني پوځ له‌خوا رامنځته کېږي، چې هند ورسره مخ وي.»

د هغه په باور، ترهګري او روزنیز کمپونه او همداراز د هند پر ضد فکري دوښمني هم د پاکستان له پوځ سره تړلي مسایل دي او په وینا یې: «د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسې داسې فکر رامنځته کړی، چې موخه یې له هند سره د ستونزو ډېرول او د دوښمنۍ د لمن پراخول دي.»

شنکر پاکستان د هند سیال نه‌بولي، ځکه په وینا یې چې د وړتیاوو، ولسواکۍ، حکومتولۍ او نړۍوال شهرت له اړخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ښکاره توپیرونه شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جی شنکر دغه څرګندونې رد کړي او زیاته کړې یې ده، چې د دغه هېواد د پوځ په ګډون یې ټولې ادارې د ملي امنیت ستنې دي.

د دغه وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د پاکستان د دولتي بنسټونو او مشرتابه د بدنامولو لپاره د هند د مشرانو وروستۍ هڅې د یوې پراخې پروپاګندیزې اجنډا برخه ده.»

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل هم پرون له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د سیمې هر هېواد ته جلا جلا افراطي ډلې جوړې کړي او د هر هېواد پر ضد ترې استفاده کوي.

شاه محمود میاخېل: پاکستان د خپلو موخو لپاره د سیمې هېوادونو ته جلاجلا افراطي ډلې جوړې کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه وویل: «پاکستان لشکر طیبه د هند پر ضد، تحریک اسلامي ترکستان یې د چین پر ضد، تحریک اسلامي ازبکستان یې د ازبکستان پر ضد او همداراز جهش العدل او سپاه صحابه یې د همدې موخو لپاره جوړې کړې دي.»

نور خبرونه

رادیو