د قطر لومړی وزیر: د هغو ویجاړیو د بیارغونې لپاره به چیک ورنه‌کړو چې اسراییل رامنځته کړی

۱۶ ساعتونه مخکې

د هغو اټکلونو پر خلاف چې ګواکې دوحه د غزې د بیارغونې اصلي تمویل کونکی دی، د قطر لومړي وزیر محمد عبدالرحمان ال ثاني وویل چې قطر به د دغې سیمې د بیارغونې لپاره پیسې ورنکړي.

ال ثاني د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د دوحې د سرمشریزې په څنډه کې په یوه مرکه کې وویل: «موږ هغه څوک نه یو چې د هغه څه د بیارغولو لپاره چیکونه ولیکو چې نورو ویجاړ کړي دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د قطر مرستې به د بشري ملاتړ تر کچې پورې محدودې وي او زیاته یې کړه، چې دوحه به د فلسطیني خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دوی د کړاوونو د کمولو لپاره به هر هغه څه وکړي چې کولی یې شي.
د قطر د بهرنیو چارو او لومړي وزیر پرته له دې چې نور وضاحت ورکړي، وویل: «زموږ پیسې به یوازې هغه وخت ورکړل شي، چې وګورو فلسطیني خلکو ته رسېدونکې مرستې بسنه نه کوي.»
د ټایمز اف اسراییل په وینا، که چیرې قطر پرېکړه وکړي چې د غزې د بیارغونې له پروژو څخه ووځي، دا روښانه نه ده چې کوم بل هېواد به د دغه مسوولیت اخیستو ته چمتو وي، ځکه چې دوحه معمولا د خپلو مرستو لپاره کم شرایط ټاکي.
خو د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون د خلیج نورو شتمنو هېوادونو ټینګار کړی، تر هغو چې د اسراییل د غوښتنې خلاف، د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره روښانه لاره نه وي، دوی به غزې سره مالي مرسته ونه کړي.
ال ثاني د شنبې په ورځ د دوحې په کنفرانس کې هغه څه چې په غزه کې پېښ شوي «د اوس لپاره اوربند» وباله او زیاته یې کړه: «اوربند به هغه وخت بشپړ شي کله چې اسراییلي ځواکونه په بشپړ ډول ووځي، غزې ته ثبات بېرته راشي او خلک په خپلواکه توګه دننه او بهر لاړ شي؛ چې نن ورځ داسې نه ده. »
د دوحې ۲۳مه غونډه د لیندۍ په ۱۵مه نېټه د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د غزې د بیارغونې په اړه د بحثونو لپاره پیل شوه.

نور خبرونه

رادیو