د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو به سبا (دوشنبه د لیندۍ ۱۷مه) په یوه رسمي سفر پاکستان ته سفر وکړي. سوبیانتو د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د اندونیزیا ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر او د پوځ او دفاعي ځواکونو له مشر سره وګوري او پر دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړۍالو مسایلو خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللي او په وینا یې، دغه اړیکې په ګډو ارزښتونو او ګټو ولاړې دي.
د خبرپاڼې لهمخې، په دې سفر کې به د دواړو لوریو تر منځ د سوداګرۍ، پانګونې، دفاع، روغتیا، معلوماتي ټکنالوژي، اقلیم، زدهکړې او کلتور په برخو کې د همکاریو د لاپراختیا په موخه یو شمېر هوکړې هم لاسلیک شي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان ته د پرابوو سوبیانتو دا لومړنی سفر دی او له ۲۰۱۸ کال راهیسې دا لومړنی لوړپوړی اندونیزیايي پلاوی دی چې پاکستان ته سفر کوي.

