د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټکزاس د استازي هینري کویلر پر دې پرېکړې سخته نیوکه کړې، چې هغه د ډېموکرات ګوند د استازي په توګه بیا نوماند کېږي. دا پرېکړه وروسته له هغې ده، چې ټرمپ تېره اوونۍ کویلر ته د لګېدلو تورونو په اړه بښنه وکړه.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، ټرمپ د کویلر د دغې پرېکړې په غبرګون کې په تونده لهجه په یوه پیغام کې لیکلي: «د وفادارۍ څومره لویه نیمګړتیا ده!» ویل کېږي، ټرمپ تمه لرله چې کویلر به د هغه له بخښنې وروسته د هغه نږدې دریځ خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د ټېګزاس د ډېموکرات استازي هینري کویلر او د هغه د مېرمنې لپاره بښنه اعلان کړه او د هغوی دوسیه یې وتړله.
کویلر چې په کانګرس کې د منځلارو ډډموکراټانو له ډلې شمېرل کېږي، تېر کال له خپلې مېرمنې سره په ګډه له بهرنيو ادارو څخه د ۶۰۰ زره ډالرو د رشوت اخیستو، د پیسو مینځلو او دسیسې په تور تورن شوی و.

