د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) وویل، په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت له رانسکورېدو وروسته شاوخوا ۳ میلیونه سوریايي وګړي بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي. په دې کې ۱،۲ میلیونه یې کډوال او ۱،۹ یې کورني بېځایه شوي دي.
د اسد کورنۍ چې له څه باندې نیمې پېړۍ راهیسې پر سوریې حاکمیت وکړ، د تېر کال په همدې ورځ (د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر ۸مه) د احمد الشرع چې په هغه وخت کې پر احمد جولاني مشهور و، په مشرۍ ځواکونو له لوري رانسکور او ورسره جوخت احمد الشرع د لنډمهالي ولسمشر په توګه اعلان شو.
د رویټرز د راپور لهمخې، د کډوالو او بېځایه شویو لپاره د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره ښايي تر دې وروسته د ستنېدونکو کډوالو او خپلو مېنو ته د بېځایه شویو سوریايي وګړو د ستنېدو بهیر ټکنی شي.
د راپور لهمخې، لا هم میلیونونه سوریايي وګړي خپل هېواد او همداراز په کور دننه په خپلو سیمو کې ځای پر ځای کېدو ته په تمه دي.
د یونیسیار مشر فیلیپو ګرندي وويل، لا هم شاوخوا ۵ میلیونه سوریايي وګړي په نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه اُردن او لبنان کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د سوریې انتقالي حکومت لاهم هڅه کوي، چې نسبي ثبات ترلاسه کړي، اساسي خدمتونه بېرته راولي او د سیاسي خبرو اترو پروسه پرمخ بوځي.
د بشارالاسد د رژیم جګړه او سقوط د کلونو ولسي پاڅونونو، پراخو ځپلو، د بهرنیو قدرتونو د مداخلې او د تحریر الشام په ګډون د مخالفو ډلو د راپورته کېدو پایله وه، چې د سوریې د شمال او لوېدیځ د کنټرول لپاره یې د حکومتي ځواکونو سره جګړه کوله.
د شته شمېرو له مخې، د سوریې جګړه چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په زرګونو کسان د جګړې له امله ووژل شول او نږدې ۶ میلیونه په کور دننه بې ځایه شول. دغې جګړې نږدې ۱۳ کاله او ۹ میاشتې دوام وکړ.

