ایران وايي چې له امریکا شړل شوي ۵۵ ایرانیان به په څو ورځو کې تهران ته ورسیږي

۹ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا له خوا شړل شوي ۵۵ ایرانیان به په راتلونکو څو ورځو کې تهران ته واستول شي.

دا په وروستیو میاشتو کې دویمه ډله ده چې بېرته ایران ته لېږل کېږي.

په سپتمبر کې چارواکو ویلي وو چې امریکا نږدې ۴۰۰ ایرانیان د شړلو په لېست کې شامل کړي او لومړۍ الوتکې۱۲۰ کسان د قطر د پلازمېنې له لارې تهران ته ولېږل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانداسماعیل بقايي وویل: «په راتلونکو ورځو کې به نږدې ۵۵ اتباع بېرته ایران ته ستانه شي. دا په وروستیو میاشتو کې دویمه ډله ده چې بېرته ایران ته لېږل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا د شړلو اقدامات «د سیاسي اهدافو او پر مهاجرو د فشار پر اساس» دي او د نړیوالو قوانینو پر ضد دي.

بقايي وویل، دواړه هېوادونه مستقیمې اړیکې نه لري او د خپلو اړوندو دفترونو یا منځګړیو له لارې اړیکې نیسي.

نور خبرونه

رادیو