استرالیایي زده‌کوونکي د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو پر سوشل مېډیا لګېدلی بندیز ننګولی

۱۶ ساعتونه مخکې

د استرالیا حکومت اعلان کړی، چې د ډسمبر له لسمې نېټې وروسته به له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د انسټاګرام، ټیک‌ټاک او سنیپ‌چټ په څېر مهمو سوشل مېډیا پلېټفورمونو کارول منع وي، خو یوه ۱۵ کلن استرالیایي زده‌کوونکي نوح جونز د همدې پرېکړې په تړاو محکمې ته شکایت کړی دی.

د استرالیا حکومت وایي، دغه بندیز د ماشومانو د ذهني روغتیا د خوندي کولو او د زیان رسوونکو انلاین خطرونو د مخنیوي لپاره ضروري دی، خو جونز او ملاتړي یې باور لري چې دا کار د ماشومانو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د دوی ټولنیزې اړیکې کمزورې کوي.

جونز وایي: «دا بندیز زموږ غږ خاموشه کوي. موږ به ونه‌شو کولای خپلې نظریې شریکې کړو او د نورو خبرې واورو.»

هغه زیاتوي، دا محدودیت به ماشومان دې ته اړ کړي چې په پټه د سوشل مېډیا کارولو ته مخه کړي او د انلاین ځورونې یا خطرناکو پېښو په راپور ورکولو کې به ستونزې ولري.

د جونز په وینا، حکومت باید د ماشومانو د بندیز پر ځای د سوشل مېډیا پر زیان رسوونکو برخو لکه انلاین ځورونې، شکمنو کسانو او ناوړه محتواوو د کنټرول تمرکز وکړي. هغه وایي: «ولې بې‌ګناه ماشومان بندېږي، خو خطرناکه او زیان رسوونکې محتوا لا هم ازاد ګرځي؟»

د یادونې وړ ده، چې لا تراوسه د جونز د شکایت د ارزونې لپاره څه نېټه نه‌ده اعلان شوې، خو د دغه بندیز په اړه بحثونه په ټوله استرالیا کې تاوده شوي دي.

نور خبرونه

رادیو